زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-21  |  2024-04-30  |  تازه شوی په: 2024/04/30 - 05:19:3 FA | AR | PS | EN
یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه             په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی             افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي            

تاريخ النشر: 2024/03/10 - 04:46:5
زيارة: 151
مشاركة مع الـأصدقاء

د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو په بر رسۍ کار پیلیږي
 د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو په بر رسۍ کار پیلیږي

انصار: (دکب 20مه)، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د بر رسۍ بهیر د هېواد په کچه پیل کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کمېسیون د هېواد په کچه د غاصبینو او زورواکو په واسطه د غصب شویو حکومتي ځمکو د بر رسۍ، تشخیص او تثبیت مسؤلیت لري.

عدلیې وزارت وايي، دغه کمېسیون کوي "په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ته لارښوونه کړې ده چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر غصب لاندې نیول شوي او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطه د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي".

یاد کمېسیون وايي، د یادو شویو هیئتونو راپور د غصب شویو ځمکو له تثبیت او تشیخص څخه وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کیږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه چې د لامالک ځمکې یعنې هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د نظام په غاړه دی.

هندوان او سیکان له څو پېړیو راهیسې په افغاستان کې اوسېږي، له ۷۰مې لسیزې وړاندې د افغانستان په څو ښارونو کې کابو ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ اوسېدلې،‌خو د کورنیو جګړو تاو دوی هم کډوالۍ ته اړ کړل چې دا لړۍ تر اوسه دوام لري.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې له ۳۰۰ لږ سیکان پاتې شوي وو.

اوس د طالبانو عدلي چارواکي وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت سره بررسي کړي ترڅو که چېرې غصب شوی وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30521






*
*

*



قرأ

یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»


په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه


لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي


افغانستان له سخت غذايي بحران سره مخ دی


ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی


کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو


په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستو غوښتنه


د ترافیکو پر مخ د سالنګ د لویې لار ې تړل کېدل


افغان ښځو ته دې کاري زمینې برابرې شي


د مارچ اتمه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان